د ارزګان ولایت د لبلان کانال د بیارغونې چارې پیل شوې
د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي د لبلان په سیمه کې د لبلان کانال د بیارغونې چارې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې د رئيس، د ایف، اې، او موسسې د ولایتي استازي او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.
د نوموړي کانال یوه برخه کې چې د تېرو سیلابونو له کبله په بشپړه توګه ویجاړه شوې وه ،نن یې د بیارغونې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پيل او د دوو کورنیو شرکتونو له لوري پرمخ وړل کېږي.