د پولي تخنیک پوهنتون د پرکتیک پړاو له زده کړیالانو سره د پلي شوو او تر کار لاندې پروژو په هکله اړین معلومات شریک شول
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د پولي تخنیک پوهنتون د پرکتیک پړاو له زده کړیالانو او ورسره مل لارښوود استادانو سره چې نوموړې ریاست ته راغلي وو، وکتل.
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نوموړي پوهنتون له زده کړیالانو سره چې دغه ریاست ته د پرکتیک پړاو د تېرولو په موخه ورپېژندل شوي، د هر ډول همکاري ژمنه وکړه.
همدغه راز، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو او ور سره مل د پولي تخنیک پوهنتون د پرکتیک پړاو زده کړیالانو په دغه حوزه کې د پلي شوو او تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه او له هغوی سره یې په دې په هکله اړین معلومات شریک کړل.