د غزني ولایت د درې ولسوالیو له مسؤلینو سره د خپل سرو ژورو څاګانو د کیندلو د مخنیوي په هکله خبرې شوې

mew-admin
Wed, Nov 06 2024 9:10 AM
1

د غزني ولایت د و لاړو اوبو د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد شفیق منصور عمر او تخنیکي سلاکار محترم انجنیر محمد نذیر سهار د غزني ولایت د قره باغ، آب بند او مقر ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو او کرنې وزارت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي منصور عمر نوموړو مسؤلینو ته د خپل سرو ژورو څاګانو د کیندلو د مخینوي په هکله د اوبو او انرژي وزارت د کړنلارې په هکله معلومات ورکړل او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، نوموړو مسؤلینو له ښاغلي منصور عمر سره د نوموړې موضوع په هکله د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu