د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم او ورسره مل د چین هېواد د سفارت اقتصادي قونسل د باغدرې بند څخه د لېدنې په موخه د کاپیسا له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم او ورسره مل د چین هېواد د سفارت اقتصادي قونسل ښاغلي ماجینګوانګ، د MCCT/JCL او MJAM شرکتونو رئيسانو او مل پلاوي د کاپیسا له والي محترم قاري احسان الله بریال او مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان سره د باغدرې بند څخه د لېدنې په موخه وکتل.
نوموړو مسؤلینو د کاپيسا له والي سره تر لېدنې وروسته د باغدرې له بند څخه د اوبو او انرژي وزارت او نوموړي شرکت ترمنځ د همکاري د هوکړه لیک د الزامي کولو په موخه لیدنه وکړه.
ټاکل شوې ده، چې د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړي شرکت ترمنځ د باغدرې بند د جیوتخنیک، جیوفزیک او هایدرولوجیکي مطالعاتو د پيل په موخه هوکړه لیک لاسلیک شي.