د سمنګان د اوبو او انرژي رئیس د اې، اېس، آی، او مؤسسې له استازي سره وکتل

mew-admin
Sat, Feb 08 2025 1:35 PM
1

د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم الحافظ مولوي محب الله عادل د اې، اېس، آی، او مؤسسې له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د اوبیزو ساختمانونو د جوړولو په برخه کې د دغه ریاست او نوموړې مؤسسې د لا زیاتې همغږي او مرستو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د دغې مؤسسې د استازي لخوا د هغو چکډمونو او کانالونو د پاکاري په هکله چې له رسوبي موادو څخه ډک شوي دي، د پوره همکاري ډاډ ورکړل شو.

User account menu