د انرژي معین په شتون کې د افغان زازو شرکت له مسؤلینو سره د لمریزې برېښنا په پروژو کې د پانګونې په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Apr 14 2025 11:01 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او د دغه معینیت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د افغانستان زازو شرکت او ریګل ګروپ له مسؤلینو سره  په دولتي ادارو کې د لمریزې برېښنا پروژو کې د پانګونې چارو په پرمخ وړلو کې د همغږي او په نیمروز ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې د تولید، وېش او لېږد په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د انرژي محترم معین د دغه وزارت له لوري د نوموړو شرکتونو مسؤلینو ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او په هېواد کې د انرژي د ځان بسیاینې په برخه کې د دغه ډول پروژو پلي کول اړین وبلل.

په ورته مهال، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو هم د دغې پانګونې د پيل پروسې او د نوموړو پروژو د ترسره کولو په هکله خپل چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې له نوموړي شرکت سره د همکاري دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

User account menu