لوګر ولایت کې د بخش آباد سربند لومړنۍ سروې ترسره شوه

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز، پلعلم اړوند د بخش آباد سربند پروژې لومړنۍ سروې ترسره کړه.
د نوموړي سربند په جوړېدو سره به د نوموړي کلي د اوسېدونکو د اوبو ضایعاتو او حقابې ستونزې هوارې او په زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.