غزني ولایت کې د سلطان ذخیروي بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

mew-admin
Mon, May 05 2025 10:21 AM
1

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د اتو ورځو لپاره  د دغه ولایت په مرکز کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې کړې.

همدارنګه، یو څلور کسیز پلاوی د اوبو د عادلانه وېش په موخه  ټاکل شوی، ترڅو د اوبو له بهیر څخه څارنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه بند د اوبو تر خوشې کېدو مخکې ټول کانالونه پاک‌کاري شوي، تر څو د نوموړي بند له اوبو څخه اعظمي ګټه پورته شي.

User account menu