د تخار ولایت د اوبو او انرژي رئيس د اېف، اې، او مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
د تخار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم سراج الدین وهاج د اېف، اې، او مؤسسې له مسؤولینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د نوموړې مؤسسې لخوا د لا زیاتو پروژو د پلي کولو او همکاريو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
ښاغلي وهاج د نوموړې مؤسسې مسؤولینو ته د پروژو د پلي کولو او همکاري په برخه کې د هراړخیزو مرسته ژمنه ورکړه.