د غزني ولایت د سردې ذخیروي بند اوبه د دوهمځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د کروندګرو او میر آبانو د غوښتنې پر بنسټ د سردې ذخیروي بند اوبه دوهمځل د اتو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې کړې.
د نوموړي بند اوبه د ټاکل شوي پلاوي او میر آبانو تر څارنې لاندې په عادلانه توګه وېشل کېږي او کروندګرو ته د اوبو د بېځایه مصرف د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې شوې دي.