ننګرهار ولایت کې د ۱۱ یخ تولیدوونکو فابریکو څخه لیدنه وشوه

mew-admin
Thu, Jul 31 2025 1:45 PM
1

د ننګرهار د اوبو او انرژي رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او ورسره مل ټیم د جلال آباد ښار اړوند څلورمه ناحیه کې د ۱۱ یخ تولیدوونکو فابریکو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې له دغه ریاست څخه د اوبو د لګښت جواز ترسرلاسه کړي.

همدارنګه د نوموړي یخ تولیدوونکو فابریکو مالکینو ته د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه اړینې سپارښتنې وشوې او د جذبي څاګانو پر کېندلو باندې ټينګار وشو.

User account menu