ننګرهار ولایت کې د یوه استنادي دېوال پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
Thu, Aug 21 2025 2:53 PM
تصویر

ننګرهار ولایت کې د یوه استنادي دېوال پروژه پرانیستل شوه
دغهٔ پروژه د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالي اړوند د ګړوکو په ساحه کې د ننګرهار د اوبو او انرژي رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي، تخنیکي ټیم او ګڼ شمېر مسئولینو او ځايي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د نوموړې پروژې د جوړولو چارې د ۷۰۰ متره په اوږدوالي د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د دوه کورنیو شرکتونو له لوري، د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه کورونه، مسجدونه، ښوونځي، د اوبو شبکه او سړک د سېلاب له خطر څخه خوندي شي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu