زابل ولایت کې د یوه چکډم د جوړولو چارې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کې د یوه چکډم د جوړولو پروژه د زابل ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم ملا عبدالکریم ذوالفقار او د ګڼ شمېر ځايي مسؤولینو په شتون کې پرانیستل شوه.
د نوموړې پروژې چارې د یو، اېن، ډي، پي مؤسسې په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه او ۱۶۴ زره او ۵۲۰ افغانیو په لګښت د زابل ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
دغه چکډم د سېلابونو د زیانونو د کموالي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د کارېزونو د اوبو د زیاتوالي او د اوبو په برخه کې د ځايي اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو په موخه جوړېږي.