د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست له کارکوونکو څخه د ښوونیز نصاب آزموینه واخیستل شوه

MEW-Media
Wed, Sep 10 2025 3:30 PM
۱

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د حکم په اساس د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست له کارکوونکو څخه د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د ښوونیز نصاب تحریري آزموینه واخیستل شوه.

د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس الحاج فضل احد هاشمي د دغه ریاست کارکوونکو ته د ښوونیز نصاب د زده کولو او پر هغه د عمل کولو په هکله اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

User account menu