د کمال خان بند د لاندینۍ برخې پروژې د کېندنې چارې بېرته پيل شوې

MEW-Media
Tue, Nov 25 2025 9:01 AM
۱

د نیمروز ولایت د کمال خان بند د لاندینۍ برخې پروژې د کېندنې چارې چې تېر کال پيل شوې وي، او د موسمي سیلابونو له کبله ځنډیدلې وي، د هلمند عمومي حوزوي رئيس محترم قاري عبدالهادي هادي او مل پلاوي په شتون کې بېرته پیل شوې.

نوموړې پروژه ۱۴ کیلو متره اوږدوالي لري، چې د دوه کیلو متره چارې یې مخکې بشپړې شوې او د پاتې چارو په بشپړېدو سره به د نیمروز ولایت اوسېدونکو ته به په آسانۍ او له ضایعاتو پرته د اوبو رسولو زمینه چمتو او د نوموړي بند پاور هاوس د سیلابونو له خطراتو څخه خوندي شي.

User account menu