د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

MEW-Media
Tue, Nov 25 2025 1:39 PM
1

۴/۹/۱۴۰۴ هـ ل

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د دغه معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.

په دغه ناسته کې،  د انرژي سکتور پنځه کلن پراختیایي پلان د انرژي معین او د ناستې د نورو غړو په شتون کې د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې شو. د اړینو ارزونو او څېړنو وروسته، پرېکړه وشوه، چې نوموړی پلان دې د منظورۍ په موخه د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته ولېږل شي. همدارنګه، د ناستې په دوام کې د نورو بېلابېلو موضوعاتو لکه د باغدرې برېښنا بند پروژې د تخنیکي مطالعاتو د وضعیت او د انرژي سکتور د ګریډکوډونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

 

User account menu