کاپيسا ولایت کې د اوبو په برخه کې اووه پروژې د څه باندې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
Wed, Jan 21 2026 2:43 PM
1

د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د پورتني او کښتني هندوسوز سربندونه، میرکلا، نوروزخېلو، محب‌خېلو، شاطو او میاخېلو د سیند غاړو ټینګښت پروژو چارې د ۱۱ میلیونه، ۶۸۷ زره او ۷۰ (۱۱۶۸۷۰۷۰) افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به شاوخوا ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او نږدې ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له احتمالي ګواښ څخه خوندي شي.

د دغو پروژو چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي لګښت د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

User account menu