د اوبو او انرژي وزارت محترم وزیر د شاهي کانال د پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
Thu, Jan 29 2026 10:17 AM
1

٩/شعبان/ ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۸ دلو ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده ، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده ، د لغمان ولایت د والي مرستیال  حافظ انځرګل، د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي ،د الینګار ولسوالي ولسوال او تخنیکي ټیم په ملتیا د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه .

محترم وزیر صاحب د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست او قراردادي شرکت مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې ، او د چارو پر چټکتیا او غوره کیفیت باندې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره دوه اویا(٧۲) کیلومتره اوږدوالی لري او کابو شل زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او اوس مهال یې د لومړی فاز د لومړي لاټ ساختماني چارې روانې دي،چې تر دې وخته پورې یې چارې( ٢٢) سلنه پر مخ تللې دي.

User account menu