کندز ولایت کې د مؤسسو له مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو د پليکولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد په کندز ولایت کې د مېشتو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پليکولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په هکله خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې ښاغلي حامد د مؤسسو د تېرو چوپړتیاوو د ستایلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د تحکیماتي دېوالونو د جوړولو، د کرنیزو ځمکو د ساتنې، د پلګوټو، استنادي دېوالونو، کانالونو او چکډمونو د جوړولو او د برېښنا انرژي د پراختیا په برخه کې له دغه ریاست سره دې بشپړه همکاري وکړي.
همدغه راز، په دغه ناسته کې د مؤسسو مسؤلینو د نوموړو پروژو د پليکولو په برخه کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ریاست اړتیاوې دې له مؤسسو سره شریکې کړي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې له اړتیاوو سره سم همکاري ترسره شي.
