په پنج آمو سیندیزه عمومي حوزه کې د نقي کانال د بیارغونې په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Apr 05 2026 4:00 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد د یو، این، او، پي، اس دفتر له تخنیکي مسؤلینو سره وکتل او د نقي کانال د بیارغونې په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي حامد د اوبو د تاسیساتو په ځانګړې توګه د نوموړي کانال د بیارغونې د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

په ورته مهال، د نوموړي دفتر تخنیکي مسؤلینو د اوبو پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې له ریاست سره همکارۍ اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې د نقي کانال هغه برخې چې په ښار کې موقعیت لري، د سروې او بیارغونې لپاره په پام کې نیول شوې او د بیارغونې لپاره یې د بودجې د چمتوکولو او پلي‌کولو په برخه کې ژمنه وکړه.

User account menu