د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې د اوبو د پراختیایي پروژو په برخه کې شاوخوا ۶۷ میلیونه افغانۍ مصرف کړې دې

mew-admin
Wed, Apr 15 2026 9:09 AM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ۱۴۰۴ هـ ل کال د لاسته راوړنو او د ۱۴۰۵ هـ ل مالي کال د پلانونو راپور د "ښاري خبرو اترو" په یوه ولسي غونډه کې وړاندې کړ.

په دغه غونډه کې، د نوموړي ریاست تخنیکي سلاکار د تېر کال د لاسته راوړنو د راپور او د ۱۴۰۵ مالي کال د پلانونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه ریاست په تېر کال کې د اوبو د پراختیایي پروژو په برخه کې شاوخوا ۶۷ میلیونه افغانۍ مصرف کړې، چې بودجه یې د اوبو او انرژي وزارت او د همکارو مؤسسو له لوري تمویل کېده.

په ورته مهال، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده په نوموړې ولسي غونډه کې د خلکو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل.

User account menu