د لوگر ولایت د سرخاب ذخیروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې تخنیکي وضعیت ارزونه ترسره شوه

mew-admin
Thu, Apr 30 2026 9:21 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت ګډ تخنیکي پلاوی د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول رئيس محترم مفتي عبدالرحمن منیب تر مشري لاندې او ورسره مل د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم قاري حجت الله زبیر او د تدارکاتو رئیس محترم مولوي نعمت الله حیدري له سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه او د بند تخنیکي وضعیت، د ساتنې او مراقبت چارې او تر بند لاندې د وزارت د ځمکو او د حق‌آبې وضعیت یې له نږدې و ارزاوه.

User account menu