لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Thu, May 21 2026 11:29 AM
1

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې د ( اېف، ای، او ) موسسې په مالی لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د یوه کورني شرکت له خوا پر مخ وړل کېږي تر اوسه یې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

 د دغې پروژې په تطبیق سره به د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو تنظیم او مدیریت ترڅنګ د سلګونه هکتاره ځمکو د خړوبولو آسانتیاوې برابرې شي.

User account menu