د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Sat, Jun 06 2026 2:08 PM
1

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت د بشپړېدو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

د نوموړې پروژې ودانیزې چارې تر اوسه پورې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu