د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د جوزجان ولایت له مرستیال سره وکتل.

mew-admin
Thu, Oct 31 2019 8:55 AM
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمدگل خُلمی د چهارشنبی په ورځ د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتي ۸ نیټه د جوزجان ولایت له مرستیال ښاغلی عبدالقادر مالیه سره په اوبو او انرژۍ وزارت کې لیدنه وکړه په قرقین، خماب او نورې سیمې کې (چې د ترکمنستان سره ګډه پوله لري) د برښنا رسونې پروژو او په جوزجان ولایت کې د سیند سواحلو تحکیماتی پروژو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی خُلمی تدارکاتو ته د قرقین او خماب د برښنا رسونی پروژو د لیږدولو څخه یادونې وکړ او په جوزجان ولایت کې د اوبو پراختیایی او د سیند سواحلو تحکیماتی پروژو د تطبیق کولو لپاره او د اوبو او انرژۍ وزارت د لا نورو همکاریو څخه ژمنه وکړه.
د جوزجان ولایت مرستیال هم په دې ولایت کې د سیند سواحلو تحکیمات په برخه د تطبیق شوی پروژو څخه د ستاینه ترڅنګ د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه څخه مننه وکړه او غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې د اوبو او برښنا نوری پروژی تطبیق شی.

User account menu