د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي دوهمه ناسته د کجکي بند د قرارداد په هکله ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۷:۵۱
1

د هلمند ولایت د کجکي بند پروژې د قرارداد د څېړنې  د مخکنې ناستې په دوام کې، دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کلیو پراختیا وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا محمد یونس آخند، ، د اوبو او انرژي وزارت، د اقتصاد وزرات، د مالیې وزارت، د ټولګټو وزارت او د تدارکاتو ملې ادارې د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت، ماليې وزارت، د پانګونې د آسانتیا واحد او د افغانستان برېښنا شرکت یوه ګډه کمیټه چې د ریاست الوزرا عالي مقام د ۲۰۹ نمبر حکم پر اساس د ۲۲/۱/۱۴۴۴ نیټې منظور شوې ده، موظفه شوه، ترڅو یاد قرارداد په بشپړه توګه وڅېړې  او د خپلو بیاکتنو پایلې په یو بشپړ راپور کې د رهبري مقام ته وړاندې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۱۲هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۷ هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu