ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۲
1

د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي خلیل الرحمن عمري له خپل تخنیکي ټیم سره د دغهٔ ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند د جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوند مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د بند د جوړولو چارې باید د کاري پلان سره سم ترسره شي.

د نوموړي بند د کندن کاري چارې ۶۰ سلنه او د پرچاوې ۷۰ سلنه بشپړې شوې د خاورې او جغلو د آزمایښت چارې هم دوام لري.

د یادولو وړ ده، چې دغهٔ بند د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه دی او د جوړولو چارې یې د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د باران اوبو ۱۶کړۍ جذبي څاګانې وکېندل شوې

د هریرود مرغاب عمومي حوزوي ریاست او د هرات د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو د هڅو او کوښښونو پر بنسټ، د باران اوبو جذبي څاګانو د کېندلو طرحې د پلي کولو په موخه، د هرات ولایت په صنعتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت کې د اوبه‌خوړ چکډم جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په روداتو ولسوالي کې د اوبه‌خوړ چکډم جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړی چکډم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۶
Background image

فاریاب ولایت کې د نږدې ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په موخه د ځمکې د تثبیت لپاره لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت او د شمال عمومي حوزوي ریاست تخنیکي ټیمونو د فاریاب د اوبو او انرژي له رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز سره وکتل او د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالي کې د نږدې ۳۰ می. . .

بیرته تګ

User account menu