ارزګان ولایت کې د چلم جای چکډم چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۶
1

د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چلم جای چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو  د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي چکډم چارې چې د آی. سي. آر.سي موسسې په مالي لګښت د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي،  ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه په دغه پروژه کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu