اطلاعاتو ته لاسرسی ستاسو حق دی
اطلاعاتو ته لاسرسی ستاسو حق دی
همدې اصل ته په کتو د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل نن او پرون لږ تر لږه ۴ ساعته د (کلب هوس) له لارې د اوبو مدیریت، د اوبو کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ، د دغې ادارې په طرزالعمل او کړنلارو، د لوی بندونو په جوړولو او د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې د ګڼو هېوادوالو پوښتنو ته په خلاصه سینه ځوابونه ورکړل.
د دغې ادارې رهبرۍ تل هڅه کړې چې خپلو خلکو ته د غوره او متوازنه خدماتو وړاندې کولو سره سره د عامه پوهاوي په برخه کې له ګڼو لارو اطلاعات او معلومات ورکړي. ځکه د تر سره شویو فعالیتونو څخه خبراوی او د هغوئ ستونزې اورېدل د هېوادوالو حق دی.
موږ پر دې باور یوو چې دا باید یو اصل شي چې د حکومت هر مسؤل کس په خپله برخه کې ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړي او ولس سره له نږدې پاتې شي؛ ځکه دغه نږدېوالی د دې باعث کېدای شي چې هغه غلط باورونه چې په جامعه کې را منځته شوي له مینځه ولاړ شي او خلک په حقیقت خبر شي.
په دې هیله چې د هېوادوالو هغه تشویشونه لرې شوي وي کوم چې دوښمن غوښتل زموږ ولس په خپل حکومت او جمهوریت بې باور کړي او د اوبو مدیریت په ځانګړي ډول د لویو بندونو د جوړولو په اړه به یې یې ضد او نقیص تبلیغات کول.
يو ځل بیا یې وایوو چې موږ ټولو ملي او نړیوالو قوانینو ته په کتو د خپلو اوبو د مدیریت حق لرو، د اقتصادي توانايي په لرلو سره کولی شو د هېواد په هره سیمه کې د اوبو او برښنا لوی بندونه جوړ کړو، تر څو وکولی شو هېوادوالو ته په داخل کې اوبه او ډوډۍ برابره کړو او د پردیو له محتاجۍ یې خلاص کړو.
موږ به په راتلوونکي کې دغه لړۍ ته ادامه ورکو تر څو هر افغان که په هره کټګورۍ کې دی د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په چوکاټ کې د حکومت له بې سارو اقداماتو او فعالیتونو څخه خبر شي.
په درنښت
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ
