اوبو او انرژي وزارت د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د انرژي د ۶ مهمو پروژو تړون لاسلیک کړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۶:۴۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوې برنامې کې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر په شتون کې د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د انرژي د ۶ مهمو پروژو تړون د عوفي بهرام د کانونو را ایستلو او پروسس سوداګریز شرکت له مرستیال محترم مولوي نورالله خان سره لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال د دغو پروژو پلي کول په هېواد کې د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې اړین او ارزښتناک وبلل او ویې ویل چې د اوبو او انرژي وزارت ژمن دی چې په راتلونکي کې د اوبو او انرژي په سکتور کې لا ډېرې پروژې پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ۶ پروژې له خواجه الوان دښتې تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د پاتو چارو  بشپړول، د ارغندۍ سب سټیشن د پاتو چارو بشپړول، په تره خېلو سیمه کې د نوي سب سټیشن جوړول، د ۲۳ کیلو مترو په اوږدوالي سره د چمتلې سب سټيشن څخه تر تره خېل سب سټیشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ د لېږد مزي پلي کول ، د ارغندۍ- کابل سب سټیشن پراختیا او په بت خاک کې د نوي سب سټیشن جوړل شامل دي.
د دې پروژو په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته زر میګاواټه نوره برېښنا وارد شي، چې له دې سره به د کابل او ګاونډیو ولایتونو د برېښنا د کموالي ستونزې لویه برخه هواره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu