اوبو او انرژي وزارت کې د بګرام زندان مستند فیلم نندارې ته وړاندې شو
د یاد فیلم د نندارې پروګرام چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان فیلم ریاست له خوا نوی تولید شوی دی، د اوبو او انرژي وزارت د کنفرانسونو په عمومي تالار کې د ښاغلي قاري مطیع الله عابد له خوا د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو.
په یاد پروګرام کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، ګڼ شمېر رئيسانو، مسؤلینو او د وزارت کارمندانو شتون درلورد.
ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یاد مستند له لیدو وروسته د افغانستان مجاهد ولس له زړورتیا، سرښندونو او قربانیو څخه یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې، همدغه اتلولۍ وي چې د هېواد آزادي او اسلامي حاکمیت بریا یې راوړه. ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې، اوس هغه وخت دی چې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان مجاهد ولس حقوقو او رزښتونو ته ارزښت ورکړي او د هغوی له سرښندونو څخه قدرداني وکړي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي حاجي غلام جیلاني حق پرست په یوې مقالې کې د تاریخ د مطالعې او د افغانستان د تاریخي اتلانو ارزښت ته په اشارې سره، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان فیلم له ریاست څخه د دې مستند فیلم د تولید په پار قدرداني وکړه.
ښاغلي حق پرست په خپله مقاله کې د تاریخي اتلانو د اتلولیو یادونه د پوهې او هنر خاوندانو مسؤلیت وګاڼه او ټینګار یې وکړ چې د تاریخي پېښو ثبتول یو امانت دی، چې زمونږ پر اوږو ایښوول کېږي، ترڅو هغه راتلونکو نسلونو ته ولېږدوو.
یاد پروګرام د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف په دعائیې سره پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده، چې د بګرام مستند فیلم د هغه ظلم او استبداد حکایت کیسې چې د آمریکایانو له خوا په یاد زندان کې د افغانستان اسلامي امارت په مجاهدینو باندې ترسره شوې دي.
