اوبو او انرژي وزارت کې د وسایطو د ساتنې او مراقبت سمینار ترسره شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۶
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د اداري رئيس محترم مولوي حمیدالله دلاور، د وزارت د ټرانسپورټ څانګې مسؤل او د ټراسپورټ او هوایي چلند وزارت د استازو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د موټرچلوونکو لپاره ترسره شو.

د وسایطو د ساتنې او مراقبت  د سیسټم  ښوونیز سمینار د نقليه وسایطو په اړه د موټر چلوونکو د مکلفیتونو، د وسایطو د ظاهري بڼې د څېړلو، د وسایطو د اړینو برخو په ځانګړې توګه د سون توکو د برخې د کنټرول او نورو مکلفیتونو د پوهاوي په موخه په لاره اچول شوی وو.

 د یادونې وړ ده، چې یاد سمینار د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د ۳۲ ګڼې مصوبې د هدایت پر بنسټ د ټولو دولتي ادارو لپاره د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تخنیکي مسؤلینو له خوا وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu