بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک نن له غرمې مخکې لاسلیک شو.

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۹ - ۸:۳۵
mew

‎د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ښاغلی محمد اشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک نن له غرمې مخکې لاسلیک شو.
‎په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شو، یاد تفاهم‌لیک د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب او د اغاخان د اقتصادي انکشاف صندوق استازي لاسلیک کړ.
‎د دغه تفاهم لیک موخه د اغاخان اقتصادي انکشاف صندوق د ۶۳۱ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برېښنا تولید دی.
‎د بدخشان ولایت د برېښنا انرژۍ د اړتیاو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو به یې اوه کاله وخت ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu