بدخشان ولایت کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي
د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالي په شدوج کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژه چې د سیند د څنډو د ویجاړیو د مخنیوي په موخه په لاره اچول شوې ده، چارې یې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.
دغه پروژه چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه داخلي شرکت ته د پنځه څلوېښت میلیونه، نهه سوه نهه څلویښت زره، څلور سوه او اتیا (۴۵،۹۴۹،۴۸۰) افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوې او په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پروژه کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.