بلخ ولایت کې د آمو سیند د څنډو په بېړنۍ پروژه کې د ۲۴ ډکو د جوړولو چارې بشپړې شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
1

د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي او ورسره مل ټیم د بلخ ولایت د شورتیپې ولسوالي په بشیرلي کلي کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو په بېړنۍ پروژه کې د ۲۴ډکو د جوړولو د چارو څخه څارنه وکړه.

د نوموړو ډکو د جوړولو چارې بشپړې شوې، چې په پایله کې کابو ۲۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه، استوګنیز کورونه او جوماتونه د آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شوي دي.

همدارنګه د آمو سیند د تحکیماتو د څنډو رئيس د حیرتان سیمه ییز دفتر د تحکیماتو د آمریت له کارمندانو سره وکتل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپل صورت او سیرت د پیغمبر(ص) له سنت سره سم برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu