بلخ ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د تخنیکي سروې په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۹:۵۵
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د بلخ ولایت د یو شمېر اړوندو ادارو د مسؤلینو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت له تخنیکي ټیم سره وکتل او د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د تخنیکي سروې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د انرژي معینیت تخنیکي ټیم د نوموړې پروژې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د انرژي معینیت تخنیکي ټیم ته د هر راز همکاري ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu