تخار ولایت کې د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنو ته د فعالیت د جواز ورکولو غونډه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۰:۲۸
1

یاده غونډه د ۷ کانالونو څخه د اوبو ګټواخیستونکو ټولنو ته د جواز ورکولو په موخه د تالقان سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولانا صبغت الله قانع په ګډون ترسره شوه.

په یاده غونډه کې،  د تالقان سیندیزې حوزې رئیس په اسلامي شریعت کې د اوبو د ارزښت، د اوبو سپما او د اوبو په مدیریت کې د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو د رول په اړه خبرې وکړي.

د یادې غونډې په پای کې د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو رئيسانو ته د فعالیت د جواز ورکولو ترڅنګ د اوبو د چارو د تنظیم آمر ښاغلي انجنیر حبیب الله له خوا د دولتي اداراتو او د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو د دندو او مسئولیتونو په اړه پریزنټیشن وړاندي شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu