جمهوررئیس غني د نیمروز ولایت مشرانو، متنفذینو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۵:۳۵
123

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کمال خان بند په سیمه کې د نیمروز ولایت مشرانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د نیمروز والي سیدولي سلطان جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د پرمختیایي پروژو، ښې حکومتولۍ، د امنیت تامین، زېربنایي او ټولو پروژو په تطبیق کې د متوازن پرمختګ اصل ته پام شوی. هغه زیاته کړه، د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو چارو د چټکیا او پر وخت بشپړولو په موخه یې د امنیت تامین، لازمو اسانتیاوو برابرولو او د خنډونو لېرې کولو ته پام کړی.

نوموړي وویل، ۱۲۶ ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، د ۲۵ نورو ښوونځیو، جامع جومات، جمنازیوم او د پوهنتون د لیلې د جوړولو چارې روانې دي چې ژر به بشپړې شي. همدارنګه یې د کرنې او اقتصاد پوهنځيو د ایجاد وړاندیز هم وکړ.

ورپسې د نیمروز د ولایتي شورا رئیس بازمحمد ناصري، مولوي حزب الله، ملالۍ احمدي، محمداسحاق شهباز، نعمت الله صدیقي او استاد عاطف د نورو په استازیتوب جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال جمهوررئیس غني څخه نیمروز او په ځانګړي ډول د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او همدارنګه یې له سولې پروسې، نظام او جمهوریت څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړ.

یادو ویناوالو د سوداګرۍ او ټرانزیټ، ناامنۍ، د برېښنا د بیو د لوړوالي، د فساد، مافیا، زورواکانو، د حج سهمیې د زیاتوالي، د دویمې درجې ولایت د تشکیل او امکاناتود ورکړې، د نیمروز پوهنتون د ارتقا، بلوڅي غالیو او لاسي صنعت ته د پاملرنې او بازارموندنې، د کرنې د ودې، ورزشي لوبغالو، بنسټونو ته د هراړخیزې پاملرنې، د لشکري کانال د پاکولو، د هوایي ډګر د تاسیساتو او د ښوونکو ښارګوټي د تصویب په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د سیستان ویاړلي او روښانه تاریخ ته په اشارې وویل، د نیمروز خلکو تل د هیواد د دفاع او د خپلو سرحدونو په ساتنه کې د قدر وړ هلې ځلې کړي او قربانۍ یې ورکړې دي. هغه زیاته کړه، د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو چارو او پرمختګ په لیدو خوښ شو او له دې سره به د نیمروز ولایت او د دې حوزې د خلکو په ژوند او اقتصادي وده کې ښه بدلون راشي.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال وویل، طالبانو د دوحې له توافقنامې وروسته فکر کاوه چې د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته به دوی د جنګ له لارې لاسته راوړنه ولري او په ډېرو ځایونو کې دوی له ولس سره په جګړه بوخت دي، مګر د تاوتریخوالي له لارې به هیڅ هم ترلاسه نه کړي.

ښاغلي صالح وویل، طالبان په سیاسي لحاظ مات شوي او زموږ غوڅ اکثریت هیوادوال د طالبي نظام پرځای د جمهوریت چې انساني فضا یې رامنځته کړې، پلویان او غوښتونکي دي. هغه زیاته کړه، دولت د باعزته او تلپاتې سولې په موخه مذاکراتو ته چمتو دی.

جمهوررئیس غني د وینا پرمهال وویل، نن هغه ورځ ده چې د افغانستان خلک باید خپل روښانه راتلونکي ته هیله من شي. د کمال خان بند د کار له بشپړولو وروسته به نیمروز خپل تېر برم او عظمت ته ورستون شي.

هغه زیاته کړه، د هلمند معاهده پرځای ده او د دغې معاهدې په چوکاټ کې به د افغانانو حقونه اجرا شي. د هلمند سېلابونه به نور د نیمروز خلک تهدید نه کړي، اوبه به په اساسي توګه مهار او نیمروز به دوباره د غلې په کندو بدل شي. لکه څنګه مې چې ژمنه کړې وه، څلور میاشتې وروسته به کمال خان بند د اوبو زېرمه کولو ته چمتو شي او د پرانیستې جشن به یې نمانځو.

جمهوررئیس د کمال خان بند د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې وستایلې او وې ویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د جمهوریت په څېر د معاملې وړ نه دي. زه او زموږ ټول هیوادوال ورباندې ویاړو.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، جمهوریت زموږ ښځې، نارینه، علما او ټول په یو کتار کې درولي یوو او زموږ اداره باداره نه، بلکې د ولس خدمتګاره ده. هغه زیاته کړه، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په نوښت په کابل کې د امنیتي میثاق پیل شوی پروګرام به چې ښه پایله یې ورکړې، سراسري او ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

جمهوررئیس وویل، د منابعو د عادلانه وېش او د بې عدالتۍ او فساد د مخنیوي په موخه د افغانستان د نفوس سروې ضرور ده او هیله ده چې ټول برېښنایي تذکرې واخلئ. هغه زیاته کړه، زه بیا د رستم نیمروز غواړم، یوازې کرنه کافي نه ده، نیمروز باید زرغون شي او څو میلیون ونې وکرل شي.

محمداشرف غني وویل، د هیواد د نورو لویو ښارونو غوندې د زرنج ښار په ترتیب هم بوخت یوو. هغه له ګډونوالو وغوښتل د نیمروز پوهنتون لپاره د کار او بازار اړتیا اوغوښتنو ته په کتو اړوند پوهنځي وغواړي.

جمهوررئیس غني وویل، امکاناتو ته په پام به ستاسو ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته رسیدګي وشي، ځکه زما د برنامو منبع تاسو او د افغانستان ټول خلک دي. هغه زیاته کړه، د لومړي ځل لپاره شپږ زره ټنه ځیره او وچه مېوه د چا بهار له لارې صادر شوي او زموږ ډېر واردات له ایران هیواد څخه دي، زرنج او اسلام قلعه بندرونه اساسي پاملرنه او ترتیبات غواړي چې بین المللي ټرانزیټ ته ځواب ووایي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د عزیزي شرکت ګروپ تخنیکي مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د خپلو فعالیتونو او پرمختګونو راپور وړاندې کړ

دغه ناسته د یکشنبې په ورځ ( د ۱۴۰۴ هـ‌ ل کال د تلې ۶) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او د عزیزي شرکت ګروپ د تخنیکي مسؤلینو په شتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۶:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ارزګان ولایت له مشرانو سره د آغاجان بند او په هغه ولایت کې د نورو پراختیایي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د ارزګان ولایت له مشرانو سره په داسې حال کې چې محترم حمزه صاحب د امنیې قوماندان او د ریاست الوزرا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۵:۳۷
Background image

په هغه غونډه کې چې په هرات ولایت کې د اوبو سرچینو د وضعیت د څېړلو په موخه جوړه شوې وه، د هغه ولایت د اوبو سرچینو د وضعیت په هکله اړین معلومات وړاندې شول

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هغه ریاست تخنیکي ټیم په هغه غونډه کې چې د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې له لوري د ګذرې ولسوالي د غونډو په تالار کې د. . .

بیرته تګ

User account menu