خان محمد تکل د جمهوري ریاست د حقوقي چارو له سترسلاکار کبیرخان عیسي خیل سره ولیدل
د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې لوي رئیس او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم د ادارې سرپرست انجنیر خان محمد تکل د جمهوري ریاست د حقوقي چارو له ستر سلاکار کبیرخان عیسي خیل سره ولیدل.
په دې کتنه کې د پولې نه وتونکو اوبو د حقوقي چارو د مدیریت، د اوبو په برخه کې د ذیدخلو چارو د ښه تنظیم په موخه د یوې کاري کميټې جوړول، د اقتصادي چارو د پراختیا په برخه کې د اوبو د چارو مدیریت، د لويو پراختیايي پروژو طرحه او ډيزاین او د چارو په ښه پرمختک لکه د خوشتیپې د کانال د رغولو د چارو، د مچلغو د بند، د کجکي د بند، د پنج آمو په حوزه کې د پراختيايي پروژو په طرحې او دې ته ورته د نورو د چکدمونو د وړو پروژو او د لويي پکتیا په حوزه کې د پکتیا، پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د روان کال او راتلونکي کال په لویو او وړو پروژو بحث او خبرې اترې وشوې.
په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغې ادارې پلان او برنامو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل، د اوبو پراختياي پروژو د پلي کولو هر يو: د اوبو لګولو بندونو جوړول، د چکډمونو جوړول او په خوست، پکتيا، پکتيکا ولایتونو کې د کانالونو جوړولو ډاډ ورکړ.
په عین حال کې د جمهوري ریاست ارشد سلاکار ښاغلي کبیرخان عیسي خيل د اوبو پراختياي پروژو حقوقي موضوعاتو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري مقام سره د همکارۍ ژمنه وکړه، هغه د هېواد اوبو مديريت پراختياي پروژو پلي کولو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او اړونده ادارو تر منځ د همغږۍ کمېټې په تشکیل ټينګار وکړ.
یاده دې وي چې د لويې پکتیا (خوست، پکتیا او پکتیکا) په کچه په روان کال يې شاوخوا ۲۵ منځني او وړې پروژې تر کار لاندې وي چې ځينې يې بشپړې شوي او ځينې يې تر کار لاندې دي.
