خوست ولایت کې د څلورو کاریزونو د پاکاري او بیارغونې چارې مخ پر بشپړېدو دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۷
1

د خوست ولایت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د څلورو کاریزونو د پاکاري او بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د صبریو ولسوالي اړوند د قسیم کاریز چارې ۸۰ سلنه، د کروړو کاریز چارې ۷۰ سلنه، د کاریزو کلي د کاریز چارې ۷۰ سلنه او د باک ولسوالي اړوند د مڼې کاریز چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د نوموړو کاریزونو د پاکاري او بیارغونې چارې د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

سمنګان ولایت کې یو شمېر پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو په سمنګان ولایت کې یو شمېر بشپړ شوې او تر کار لاندې پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیولې او اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۱
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیرڅخه د اوبو عادلانه وېش مراعاتولو په موخه څارنه وکړه

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم زنده جان او غوریان ولسوالیو ته سفر وکړ او له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د خوست ولایت د علیشرو تریزایي ولسوالي اړوند د شاوې سربند او چندو کلي د اوبو رسونې پروژو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ریاست تخنیکي ټیم او د خوست. . .

بیرته تګ

User account menu