د لوګر ولایت د خدر عمومي کانال د پاتې برخې د لاینینګ په هکله خبرې وشوې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۵:۴۴
1

 د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د یو، این، ایف، ای، او موسسې د پکتیا زون له استازو سره د لوګر ولایت د خدر عمومي کانال د پاتې برخې د لاینینګ په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه په دغه ناسته کې په لوګر ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د پروژو د ښه تطبیق په هکله هم خبرې، اترې وشوې او د نوموړي کانال څخه لیدنه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي کانال په جوړېدو سره به لسګونه جریبه ځمکه خړوبه او د اوبو د ضایعاتو څخه هم مخنیوی وشي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu