داوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون د کونړ ولایت د خلکو له استازي سره په یاد ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه ولیدل.
داوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون د کونړ ولایت د خلکو له استازي سره په یاد ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه ولیدل.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولایت د خلکو له استازي ښاغلي نعمت الله کریاب سره په یاد ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو په اړه بحث وکړ.
ښاغلي بصیري د کونړ ولایت د خلکو استازي ته په یاد ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په اړه ډاډ ورکړ او د هغوئ یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدا شان د کونړ ولایت خلکو استازی داوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون سره د خلکو وړاندیزونو شریکولو تر څنګ د اوبو مدیریت په برخه کې د یادې ادارې د رهبرۍ د کړنو قدرداني وکړه، او د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ وعده وکړه.
د اوبو چارو دتنظیم ملي اداره
