دسلما بند د اوبو د تنظیم کمېسیون د هرات ولایت د والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار تر مشري لاندي ناسته ترسره کړه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۷:۴۹
۱

په دغه ناسته کې، چې د لویدیځې حوزې د اوبو عمومي رئيس ښاغلي ملا عبدالسلام مستوفي آغا ، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې رئیس او د سلما بند د اوبو څخه د اته ګونو ګټه اخیستونکو په ګډون سره جوړه شوې وه، د سلما بند څخه د پورته لاس او کښته لاس د ټولنې او د سیمي خلکو شکایت او د هغوی حقابه یې تر څېړنې لاندي ونیول.

د هرات والي د هغو ولسوالیو خلکو پر یوالی باندې چې د سلما بند د اوبو څخه ګټه اخلي ټینګار و کړ او ویې ویل، بزګران باید د خپلو حقابې په اندازې سره اوبه مصرف کړې، ترڅو په عادلانه ډول ټولو بزګرانو ته اوبه و رسیږي.

د ناستې په پای کې د هرات د والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د هدایت په اساس پرېکړه و شوه چې د اوبې، چشت شریف او پشتون زرغون ولسوالیو د تخنیکي ټیم د بررسي وروسته، خپل سربندونه او کانالونه دې د دوو ورځو په موده کې و تړي، ترڅو اوبه د کښته لاس ولسوالیو ته و رسیږې.

والی هرات در بیانات اش گفت: "که در قسمت تقسیم آب دریا و استفاده از آن مردم ولسوالی‌ها باید سخاوت‌مندانه و عادلانه تصمیم بگیرند."

د هرات والي په خپلو خبرو کې وویل: "د ولسوالیو خلک د سیند د اوبو او د وېش څخه د ګټي اخیستنې په برخه کې باید سخاوتمندانه او عادلانه تصمیم ونیسي".

همدارنګه د ولایت مقام د اړونده ادارو له لوري هغه څه چې پرېکړه شوې څاري او پلي کوي او همدارنګه د پورته لاس او کښته لاس ولسوالیو له استازو څخه یو ټیم جوړ شو، ترڅو کانالونه و څاري او اړوندو ادارو ته راپور ور کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو او انرژي سکتورونو پر لا پياوړتیا او اغېزمن مدیریت باندې ټینګار وکړ

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې او د آمو سیند څنډو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر بلخ ولایت کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بلخ مرستیال والي محترم ملا. . .

بیرته تګ

User account menu