دو پروژه در ولایت پکتیا به هزینه بیش از 8 میلیون افغانی به بهره برداری سپرده شد

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۴:۳۵
1

د پکتيا ولايت د روحاني بابا ولسوالي په سیمه کې د ګاويانې او د سید کرم ولسوالي کوز شيجنک کانالونو پروژې د ډبلیو، اېف، پي (خوړو نړيوال پروګرام) مؤسسې په مالي ملاتړ، د هېلتو همکارې مؤسسې په تخنيکي همکاري او د پکتيا سينديزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د 8 میلیونه 750 زره 735 افغانیو په لګښت سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس الحاج مولوي محمد کريم فاتح او ددې رياست تخنيکي ټیم، د پکتیا ولایت مقام استازي مولوی عزیز الله قانت، د هېلتو مؤسسې کارکوونکو، د پکتیا ولایت زراعت استازي قاري نورالله نوري، د روحاني بابا ولسوالي ولسوال مولوي محمد فاروقي، د سید کرم او روحاني بابا ولسوالیو سيمه اييزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د نوموړې سينديزې حوزې رئيس څرګنده کړه چې د ګاویانې کانال پروژه ١٠٠٠ متره اوږدوالی لري، له دې کانال څخه ١٢٠٠ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیدله، چې له بشپړېدو سره به یې ١٢٥٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي. د کوز شيجنک کانال پروژه ١٢٠٠ متره اوږدوالی لري، له دې کانال څخه ٣٠٠ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیدله، چې له بشپړېدو سره به یې ٣٣٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

همدارنګه د روحاني بابا ولسوالي ولسوال مولوي محمد فاروقي د هېلتو همکارې مؤسسې کړنې او هڅې د هېواد د رغونې په برخه کې وستايلې او د کورنيو او نړيوالو بنسټونو او مؤسساتو څخه یې غوښتنه وکړه چې د هېواد په بيارغونه کې بشپړه ونډه واخلي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست رئیس مولوي ګل الرحمن عارف او ورسره مل پلاوي د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې له کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد تعلیمي نصاب د درسونو په هکله آزموینه واخیستله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د آمو سیند څنډو ټینګښت د نهم لاټ پروژې د چارو د پیل په موخه د آمو سیند څنډو ریاست او د قراردادي شرکت د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر سیدالرحمن ځدراڼ، د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست او د قراردادي شرکت د مسؤلینو ترمنځ ترسره شوې وه، د تخار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۵۲
Background image

د هرات ولایت په انجیل ولسوالي کې د هریرود سیند له بستر څخه د شګو رااېستلو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رئيس او د نوموړو ریاستونو تخنیکي ټیمونو د هرات ولایت په انجیل ولسوالي کې د هریرود سیند له بستر څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

لوګر ولایت کې د علوم آباد استنادي دېوال پروژې تخنیکي سروې ترسره شوه

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د برګ کلي اړوند علوم آباد سیمه کې د استنادي دېوال پروژې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړې استنادي دېوال پروژې په پلي. . .

بیرته تګ

User account menu