دکاپيسا ولایت د لومړۍ حصې کوهستان ولسوالي د ګلغنډۍ کبانو د روزنې له فارم څخه لیدنه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۶ - ۱۰:۱۶
1

د کاپيسا ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش، د یاد ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل د کاپیسا ولایت د والي مرستیال ښاغلي شیخ اسدالله سنان او د یاد ولایت یو شمېر نورو اړونده مسؤلینو د لومړۍ حصې کوهستان ولسوالي د ګلغنډۍ کبانو د روزنې له فارم څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې موخه د کبانو روزنې د فارم  د اوبو سرچینو ستونزو هوارول و، چې په یاد فارم کې ۳۰۰۰ کبان د روزنې او ساتنې لپاره د کابل ولایت د قرغې بند څخه را انتقال شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد فارم په فعالېدو سره به په دغه ولایت کې د کبانو د تولید او تکثیر په برخه کې شته ستونزې تر ډېره حده راکمې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu