د آمو سیند څنډو د ټينګښت رئيس د بلخ له مرستيال والي سره وکتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۱۴
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست د پلان او انجنيري آمر محترم انجنير بريالی طاهري بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مرستيال والي محترم مولوي نورالهادي (ابو ادريس) سره یې وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي نقي د دغه ریاست د مسؤلیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله اړین معلومات د بلخ له مرستيال والي سره شریک کړل او هغه د همکاري ژمنه وکړه.

همدغه راز، ښاغلي نقي د بلخ ولایت په حيرتان ښارګوټي کې مېشت د دغه ریاست د سيمه ايز آمريت له کارمندانو سره وکتل  او هغوی ته یې د چارو غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې. د نوموړي آمریت مسؤلینو په دغه لیدنه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي نقي سره شریک کړل او ورته د رسیدګي غوښتنه یې وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي نقي د نوموړي سیمه‌ایز آمریت له مسؤلینو سره د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګي ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu