د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف "منصور" ژوندلیک

water deputy:

      ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور" د شهید الحاج یارمحمد زوی ۵۴ کاله وړاندې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په                         هیبت خېلو کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

    لمړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې ترسره کړې دي.

د ۱۳۵۷ هه ش کال د غوایي د میاشتې د اوومې نېټې ترکمونستي کودتا وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر شوی او خپلې لوړې زده کړې یې د دیني علومو په برخه کې د نورالمدارس، نجم المدارس او دارلعلوم حقانیه په مشهورو مدرسو کې سرته رسولې دي، چې مشهور استادان یې مولانا عبدالحق(رح)، دیربابا، قاضي عبدالکریم کلاچوي، بابکر ملا صاحب او مولوي صاحب صالح محمد دي.

د دیني زده کړو ترڅنګ یې سیاسي او نظامي زده کړي هم ترلاسه کړې دي.

د شهید مولوي صاحب نصرالله"منصور"، تر شهادت وروسته د پکتیا ولایت د اوسیدونکو او مجاهدینو  له خوا په اتفاق سره د هغه ځای ناستي او د پکتیا د والي په توګه وټاکل شو. د مجاهدینو په حکومت کې یې د پکتیا والي او مصلح په توګه د ولس خدمت کړی دی.

د طالبانو اسلامي تحریک د تأسیس له پیل څخه له یاد تحریک سره د خپلو ټولو ملګرو په شمول یو ځای شوی او خپل ټول امکانات یې تحریک ته سپارلي دي.

د ا.ا.ا د واکمني په لمړۍ دوره کې یې د هلمند مرستیال والي، د کندهار د ښاروال او د کرهڼې او مالداري د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

پر افغانستان باندې د آمریکا تر یرغل وروسته، د اسلامي امارت په چوکاټ کې د شاهي کوټ د نظامي جبهاتو د عمومي مسئول په توګه وټاکل شو، چې په زرهاوو مجاهدین یې په نظامي مرکزونو کې د جهاد لپاره تربیه او سوق کړي دي.

همدارنګه ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور"، د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د پکتیا، لوګر او ننګرهار د والي ، د سیاسي کمېسیون رئیس، د اسلامي امارت د مشرتابه د دفتر رئيس، د زراعت د کمېسیون رئیس، د اسلامي امارت د رهبري شوری او په قطر کې د مذاکراتي ټیم د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده.

له هېواد څخه د آمریکا او ناټو ځواکونو تر اېستلو او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د هېواد تر بشپړې خپلواکي لاس ته راوړلو وروسته، اوس مهال ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور"، د ا.ا.ا په کابینه کې د اوبو او انرژي وزارت دسرپرست وزیر په توګه د خپل هېواد او خلکو د خدمت په لاره کې دنده پرمخ وړي.

د اوبو معینیت د پیل کیدو لنډه تاریخچه:

که څه هم په افغانستان کې د اوبو سرچینو او د کرنې، صنعت او د برښنا د تولید انکشاف او د هغې اغیز اوږد تاریخ لري، مګر د هغې تنظیم شوي فعالیتونو او همغږۍ اداره د ۱۳۳۰ هـ ش کلونو راهیسې پیل شوې، چې زموږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ټیټه برخه وه.

د یادولو وړده چې، په ۱۳۵۴ کال کې د اوبو او برښنا سرچینو ښه اداره کولو لپاره، د اوبو او برښنا وزارت رامنځته شو. نوموړی وزارت په هغه وخت کې په دوو برخو اوبو او انرژۍ معینیتونو کې فعالیت کاوه.

البته، همدا اوس د اوبو معینیت د اوبو او انرژۍ د وزارت په چوکاټ کې شتون لري، چې د دغی برخې مسولیت او مشري یی انجنیر خان محمد تکل په غاړه لري.

د اوبو او برښنا وزارت د اوبو معینیت استراتیژیک لید:

د اوبو سرچینی په هیواد کی د اوبو د مدیریت هر اړخیزې تګلارې (IWRM)له لارې اداره کیږي ، ترڅو د پایداره اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د خلکو د ژوند د بقا او پایښت په خاطر د فقر کمولو او د راتلونکي نسلونو لپاره د هیواد راتلونکی تضمین کړي.

د اوبو معینیت د اوږدې مودې استراتیژیک هدفونه:

د اوبو سرچینو د پراختیا او پایښت مدیریت له لارې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د معیشت ښه والی د اوبو سرچینو د پایښت اداره ټولو ښکیلو لوریو سره شریکوي:

• د کرنې سکتور ته د لاسرسې زیاتوالی او د اوبو د خوندیتوب له لارې د کورنیو د خوړو خوندیتوب زیاتوالی.

•د وچکالیو او سیلابونو د ناوړه اغیزې په وړاندې د  خوندیتوب لوړول.

• د اوبو او برښنا تولید لپاره د اوبو برابرول او د نویو صنعت سکتور

• د غربت کمولو، د خصوصي سکتور پراختیا او د اوبو سکټور په برخه کې د بانګونې د جذبولو ملاتړ.

د اوبو معینیت ماموریت:

  • د هیواد د اوبو سکټور رهبري کول
  • مجموعي تګلاره او د ستراتیژیکو محورونو ټاکنه
  • د اوبو د سرچینو مدیریت په اړه قوانین او مقررات جوړول
  • د اوبو د سرچینو د پراختیا او مدیریت لپاره د ملي پلانونو او طرحو تطبیق کول.

د اوبو معینیت ستراتیژیک محورونه:

د اوبو د سکټور  د استراتیژي په بیا کتنه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت د نورو برخه والو سره په همکارۍ، د اوبو د سرچینو پراختیا او مدیریت لپاره په درې مهمو ستراتیژیکو برخو تمرکز کوي.

چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو:-

لومړی محور: د اوبو جغرافیه (د لاسرسي وړ اوبو شتون)

دوهم محور: د اوبو سرچینو پراختیا

دریم محور: د هایدروپولتیک او سرحدي همکارۍ

Image زندگی‌نامه محترم ملا عبدالطیف "منصور"سرپرست وزارت آب و انرژی ا.ا.ا

User account menu