د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس د د هلې بند د اوبو د وېش په هکله د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو له استازو سره ناسته ترسره کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۸
1

د ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس  ښاغلي ملا سید محمد شرافت د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو رسمي استازو، قومي مشرانو او میرابانو سره د دهلې بند څخه د اوبو را خوشي کولو او وېش په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې، د ارغنداب رود فرعي حوزې ریاست د اوبو چارو د تنظیم آمر د دهلې بند د اوبو مقدار او تخنیکي مسایلو په هکله ګډون والو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادو ولسوالیو استازو، قومي مشرانو او میرابانو خپلې ستونزې د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس سره شریکې کړې.

د ارغنداب رود سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادو مشرانو د ستونزو هوارولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

او همدارنګه د اوبو د وېش په هکله فیصله وشوه چې د ژیړي، پنجوایي او  میوند ولسوالیو مشرانو د سږ کال لپاره د خپلو اوبو برخه د شاولیکوټ، ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو لپاره خوشي کوي او د ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو اوبه د خواجه ملک سربند کې په دوو برخو وېشل کیږي( نیمايي برخه یي دشمالي ارغنداب ته تر سنګ حصار کانال پوري) او پاته نیمايي برخه اوبه د ډنډ او دامان ولسوالیو ته دهغوی د حقابې مطابق ورکول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu