د ارغندۍ 500 کیلو ولټ سب سټیشن پروژې چارې پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۳:۱۱
1

د ارغندۍ سب سټیشن پروژې د پاتې چارو بشپړول د عوفي بهرام خصوصي سوداګریز شرکت په پانګونې سره د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د هغې په هکله په لنډه توګه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د دغې پروژې او نورو پروژو په بشپړېدو سره چې په دغه ټولګه کې د 183 میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت سره شاملې دي، له ترکمنستان څخه د زر میګاواټه برېښنا د واريدولو زمینه چمتو کېږي، چې په هېواد کې به د برېښنا په برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شي.

همدارنګه ښاغلي منصور د خپلو خبرو په دوام کې څرګنده کړه، چې د دغه وزارت څو سترې پروژې د بشپړېدو په درشل کې دي او په نږدې راتلونکې کې به د دغو پروژو د پرانیستلو شاهدان و اوسو.

په ورته مهال، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د انرژي پراختیا د هېواد له بنسټیزو اړتیاوو څخه وګڼله او د دغې پروژې د چارو پیل یې په دې برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

همدغه راز، د عوفي بهرام سوداګریز شرکت مرستیال محترم حاجي نورالله هم د وزارت په هغمږي سره د دغې پروژې د بشپړولو ژمنه وکړه او په ټینګار سره یې له نورو پانګوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي او په پلي کېدو او له خواجه الوان دښتې څخه تر ارغندۍ پورې د 500 کیلو ولټ مزي په بشپړېدو سره چې له دغه سب سټیشن سره نښلول کېږي، په کابل، غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو  کې به کابو 400,000(څلور سوه زرو) کورنۍ له دایمي برېښنا څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu