د ارچي کانال پروژې د څلورمې بستې د وضعیت څېړلو په موخه د تخار ولایت استازو سره د همغږۍ ناسته.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل په رهبرۍ د ارچي کانال پروژې د څلورمې بستې د وضعیت څېړلو په موخه چې د تخار ولایت د خلکو استازو، قراردادي شرکت مسؤلینو او د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې د پروژې مسؤلینو په شتون کې تر سره شوه.
په دغه جلسه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د دغې پروژې د حیاتي ارزښت یادولو تر څنګ مسؤلینو او قراردادي شرکت ته چارو چټکتیا لپاره لازم هدایت ورکړ.
ښاغلي تکل د قراردادي شرکت مسؤلینو څخه وغوښتل تر څو ژر تر ژره خپل کاري پلان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ سره شریک کړي؛ همدارنګه د تخار ولایت د ولس استازو څخه یې وغوښتل تر څو د پروژې چارې په دومداره توګه نظارت کړي او د چارو چټکتیا په موخه همکاري وکړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
